زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د ترنگ سيمې، شينکۍ او نوبهار ولسواليو غېږ نيونکو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې يې د شينکۍ ولسوالۍ غېږ نيونکو په بریا پای ته ورسېدې.
