پکتيکا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنيزې سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ټاکنيزې سیالۍ وشوې.
دا سیالۍ، چې په ۱۲ کليو متري واټن کې ترسره شوې، په پايله کې يې ۷ تنه غوره ورزشکاران د پکتيکا د ځغاستې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
