کندز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمهییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۲۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې وګټل.
