کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵٠ ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري په طوربي سیمه کې د ۵٠ تنو ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ په پايله کې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سيالو ورزشکارانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
