هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز لښکرگاه ښار په بېټون سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال گروپي سيالۍ د ورزش آمريت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې ورزش آمريت لوبډلې خپلې سيالې سمندري لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.
