کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قنجوغې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کنجوغې لوبډلې د ۶ پر ۲ ګولونو په توپیر خپلې سیالې تابان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.
