ننکرهار؛ په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې طوطي منتخبې لوبډلې خپلې سيالې قيلغو منتخبې لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
