ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۲۴۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز جلال اباد فوټبال مرکزي لوبغالي کې د ۲۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۲۰ ورزشکارانو خپلو سيالو ورزشکارانو ته ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
