کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۲
کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ به لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې قلعه زال لوبډلې د ١٧ پر ٨ نمرو په توپیر خپلې سیالې خان دفتاڼي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.