ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ۵۰ متره په واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې سنګر لومړی، بلال دویم او فهیم درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

