لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مهترلام ښار سلطان غازي ښارګوټي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د الکوزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د چهلګزي او الکوزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه الکوزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٨٠ منډو هدف وټاکه. چهلګزي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١١٦ منډې وکړې او د ٦٣ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې پنځوس ورځې یې دوام وکړ.