کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د موج های آمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې موج های آمو لوبډلې د ۲۱ پر ۳ نمرو په توپیر د واده والا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د واده په مناسب ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.