د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د تخار ولايت د وزلوبې فدراسيون له استازو، پهلوانانو او اس لرونکو سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي، د ياد ولايت د وزلوبې فدراسيون له استازو، پهلوانانو، اس لرونکو او مينوالو سره ولیدل او د دغه ورزش د لا غوړېدا، پرمختګ او يو بل منلو په موخه خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې د ورزش ادارې رهبري پلاوي، د ياد ولايت ورزشي امر، د مرکز تالقان او ولسواليو پهلوانانو، اس لرونکو او د وزلوبې مينوالو ګډون کړی و.
د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق له ګډونوالو وغوښتل، چې د وزلوبې ورزش په برخه کې فعاله ونډه واخلي، يووالي او يو بل منلو ته کار ووايي او هېڅوک پرې نه ږدي، چې د نوموړي ورزش د پرمختګ په برخه کې خنډ جوړ شي او دغه برخې ته زيان واړوي.
هېره دې نه وي، چې د دغې ناستې او ليدو په پای کې د مرکز تالقان، ولسواليو او لرې پرتو سیمو اس لرونکو، پهلوانانو او د وزلوبې سنتي لوبې مينوالو په يوه خوله د همدې فدراسيون رييس عسکر خان او د هغه معاون جمالدين ته د تاييد رايې ورکړې او په ياده برخه کې يې نوموړي د ياد ولايت ښه استازي وبلل