ننګرهار؛ په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د ډکې سټار لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د ډکې سټار او شمشاد ايګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د ډکې سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د شمشاد ايګل لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۵ منډې جوړې کړې او د ۱۸ مندو په توپير يې لوبه وبایلله.
د يادو سياليو موخه بيا رغونه او له نظام څخه ملاتړ دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.