د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۵
د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله درېیمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه ۹:۴۵ دقیقې له سویلي کوریا سره کوي.

دغه جام کې افغان ملي لوبډلې تر دې دمه په C ګروپ کې له یمن او سویلي کوریا سره سیالۍ کړې.

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنوکم عمره فوټبال اسیا جام سیالۍ د ۱۶ هېوادونو ترمنځ د روانې اپريل میاشتې پر ۳يمه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.