کابل؛ سوپر‌ سټار لوبډلې د موسهي ولسوالۍ د ټېپ‌بال کريکټ سیاليو اتلولۍ وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۴۹
کابل؛ سوپر‌ سټار لوبډلې د موسهي ولسوالۍ د ټېپ‌بال کريکټ سیاليو اتلولۍ وګټله

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د تېپ‌بال‌کريکټ فدراسيون له لوري، د ځوانانو په مالي ملاټر د یاد ولایت په موسهي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کريکټ رمضاني سیالې د سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د سوپر سټار او اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سوپر سټار لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۵ منډې هدف وټاکه او په مقابل کې سیالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۵۶ منډې وکړي او لوبه یې د ۱۳۹ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د یووالي، سالم رقابت او د روژې مبارکې میاشتې ته د هرکلي په موخه تر سره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته نغدي جايزه او د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دعوت‌نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

هشتمین دور تورنمنت اسپ‌دوانی ای اند در هرات به روایت تصویر

این رقابت‌ها به میزبانی ولایت هرات در دو سبک (یورغه و سرعتی) برگزار شده و در بخش یورغه در فاصله‌های ۸۰۰ و ۱۲۰۰ متر، و در بخش سرعتی نیز در فاصله‌های ۸۰۰ و ۱۲۰۰ متر ادامه دارد.

انتظار می. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۸:۵۳
Background image

پکتیکا؛ رقابتهای نیزه زنی درولسوالی یوسف خیل برگزار شد

نمایندگی فدراسیون بزکشی و ورزش های محلی در هماهنگی با آمریت تربیت بدنی و ورزش پکتیکا رقابتهای نیزه زنی را میان ۱۹ تیم در ولسوالی یوسف خیل برگزار نموده بودند.

در بازی فینال تیم ولسوالی. . .

BACK TO NEWS