ننګرهار کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د سنوکر کلب پرانیستل شو
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار درېیمه ناحيه کې د استاد سمیع الله له لوري د یو میلیون افغانیو په ارزښت د سنوکر یو کلب پرانیستل شو.
د کلب د پرانیستې پر مهال د ياد ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسؤلانو، ورزشکارانو ته د هر ډول مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د یاد کلب مسول هم د ننګرهار د ورزش ادارې له مسولانو مننه وکړه، چې تل يې د ورزشکارانو ملاتړ کړی دی او د دوی لپاره یې هم ډول اسانتياوې برابرې کړي دي.
