پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۱
پکتیکا؛ یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د ٣۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د غيبي خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د غیبي خېلو او کابل مغلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه غيبي خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو کې یې د درېوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١۶ منډو هدف وټاکه. مغلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د دوو ویکټو په زيان ٩٣ منډې وکړې او ٢٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ لیرې پرتو سیمو ته د ورزش رسولو په موخه ترسره شوې، چې ١۵ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسايکل ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

دعوت نامه مطبوعاتی!


دعوت نامه مطبوعاتی!

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ رقابت‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار در شهر قلات برگزار شد

رقابت‌های سبک متحد ورزش‌های رزمی میان ۱۸ ورزشکار دو کلب، از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت زابل، در شهر قلات مرکز این ولایت برگزار شد.

این رقابت‌ها به‌مدت یک روز، در کتگوری سنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردک؛ رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم در ولسوالی سیدآباد به پایان رسید

رقابت‌های والیبال میان ۱۶ تیم که از سوی آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت میدان وردک، در ولسوالی سیدآباد این ولایت برگزار شده بود، با قهرمانی تیم حکیم‌خیل به پایان رسید.

در بازی نهایی این. . .

BACK TO NEWS