بلخ ؛ په مزار شريف ښار کې د ۱۳۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او د سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۱۳۸ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري يو اخرالاق اعلان شو، چې صفت پهلوان د حاجي متين سلطان زاده په اس تر حلالې دايرې ورساوه او د سيالۍ گټونکی شو.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د ياد ولايت وگړو ته د سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.