په هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو دوام

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۴۰
په هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو دوام

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون له‌ لوري د‌ هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۱ ولايتونو د اس ځغلونکو ترمنځ د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو په دوام د نیمه پایلوبې لوبې ترسره شوې.

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره کېږي سبا جمعه به يې پايلوبې ترسره شي.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې د هرات ولايت انجيل ولسوالۍ په پل پشتو سيمه کې پيل شوې دي، سبا جمعه به پر لومړي او دويم مقام لوبې وشي، چې د يورغه سبک په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متراه واټن کې د هرات څلور اس ځغلونکي په لومړي مقام سيالۍ وکړي، همداراز به د سرعتي سبک په ۸۰۰ متره واټن کې ننګرهار له کابل ولايت سره او د همدې سبک په ۱۰۰۰ متره واټن کې به پکتيا له پکتيکا سره په لومړي مقام سيالۍ ترسره کړي.

هېره دې نه‌ وي، چې د همدې سياليو پر څلورم او پنځم مقام به هم په دواړو سبکونو او څلورو واټنونو کې د لغمان، هرات، غزني او پکتیکا اس ځغلونکي سيالۍ ترسره کړي، چې پکې پنځه اس ځغلونکي د هرات او درې د نورو ولايتونو دي.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به د ۱۱ ولايتونو ۱۲ لوبډلو څخه چې ټولټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه‌ او ۲۰ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۹
Background image

بلخ؛ مسابقات جودو با اشتراک ۱۰۰ ورزشکار در شهر مزار شريف برگزار گردید

رقابت‌های جودو از سوی نمايندگی این رشته با همکاری ریاست تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ میان ۱۰۰ ورزشکار در اوزان مختلف برای مدت یک روز در شهر مزار شریف دایر گردید.

در انجام این پیکارها از. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۲۲
Background image

برگزاری نخستین دور رقابت‌های پارا شوتینگ میان چهار ولایت در کاپیسا

نختسین دور رقابت‌های پارا شوتینگ (نشانه‌زنی با تفنگ‌های لیزری) با اشتراک ۲۵ ورزشکار چهار ولایت از سوی فدراسیون ملی پارالمپیک در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت کاپیسا، در مرکز. . .

BACK TO NEWS