بغلان کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کندک ابیاري ورزشي لوبغالي کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅوول او سالمه تفرېح برابرول و.
د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.