کندز؛ په علي اباد ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست، فوټبال فدراسیون او علي اباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په همغږۍ د یادې ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د خپلواکۍ د دویمې کالیزې په مناسبت د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته موج های امو او دریای امو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې موج های امو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په پنالټیانو کې د ۶-۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
عبدالله رحیمي
