کاپیسا؛ مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ لسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلا بېلو وزنونو او په اسکوات، پنج پرس او لفټ برخو کې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۳۰ ورزشکارانو له ډلې ۱۵ ورزشکاران د کاپیسا ولایت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول او تمعه ده، چې په ملي لوبو کې هم ګډون وکړي.
د یادو سیالیو موخه د پاورلفټنګ ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو موندل و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو او ټاکل شوو لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.
