په ننګرهار ولايت کې د فوتبال ليګ پيل شو
شنبه 4 د مرغومی 1400
سمیر هیبت
په ننګرهار ولايت کې د لسو غوره لوبډلو (ننګرهار کلپ ، اتحاد ، پيروزي ، پيداکوژی ، جوانان وفا ، جوانان ړنا ، جوانان درونټه ، اريانا ، جوانان ميهن)ترمنځ د فوټبال ليک د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رٸيس نوراحمد حبيبى له لوري رسمأ پرانستل شوه ، د پرانستي په مراسمو کې د فوټبال فدراسيون سرپرست رٸيس استاد عفيف رنجبر د فدراسيون فنې او ادارى مسٶلينو ورزشکارانو او د ورزش مينه والو ګډون درلود ، چې نننۍ لوبه کې ننګرهار کلپ او اتحاد کلپ لوبډلـو د يو بل پر وړاندي لوبه پيل کړه ، چې ننګرهار کلپ دوه ګولونو په ترسره کولو لمړۍ لوبه وګټله .
