په جاپان کې د 2021 المپیک لوبو لپاره د 6 لامبو وهلو اتلانو انتخاب شول
په جاپان کې د 2021 المپیک لوبو لپاره د 6 لامبو وهلو اتلانو انتخاب شول
د ملي لامبو وهلو ټیم د انتخابی سیالیو په پای کې ، د 30 غوره لوبغاری ملي لامبو ټیم لپاره وټاکل شول له دی سربیره شپږ تنه د المپیک لوبو لپاره هم غوره شول
دا سیالۍ دوه ورځې وړاندې د آمو اوبو سپورټی کمپلیکس کې د مرکز او هیواد د ۷ ولایتونونه د ۲۰۰ ورزشکارانو په ګډون سره ترسره شوې وې.
د بدنی روزنی او سپورټ عمومي ریاست مالی معاون او د لامبو وهلو فدراسیون رییس قاسم حمیدي په وینا ، ورزشکارانو د نوي ځوانانو ، ځوانانو او لویانو په کټګورۍ کې سیالي وکړه په پای کې غوره ورزشکاران ملي ټیم کې د ګډون لپاره غوره شول.
د لامبو وهلو یا د اوبو ورزش په دې وروستیو کلونو کې د دې له امله وده کړې چې خصوصي سکتور پکې پانګونه کړې او د دې سپورت سره مینه لرونکي ځوانان ورځ په ورځ ډیریږي.
