زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د اتلتیک فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې عبدالقادر لومړی، عطامحمد دویم او سلطان محمد بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ سیمهییزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.