د کابل کپ د والیبال سیالۍ نن په کابل کې د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې
دا سیالۍ د صوفي کلپ او جهان سپورت لوبې سره پیل شوې.
دغه سيالۍ د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست په ٢٥٠٠ کسيز جمنازيوم کې د ښاروالۍ، صوفي کلپ، بانک ملي، سره میاشت ابن خلدون، جهان سپورت او افغان ملي لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.
د دغه پړاو د لوبو په پرانېستنه کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست سرپرست او د المپیک د ملي کمېټې رئیس نظرمحمد مطمئن ګډون کړی و او ورزشکارانو ته یې په خپله وینا کې وویل، چې ورزشکاران د خلکو لپاره خوښي راوړي سپورتی ځایونه ستاسو کور په څیر دي د سپورتی تجهیزاتو د ساتلو لپاره هڅه وکړئ. د المپیک د ملي کمیټې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او موږ مسوولین دنده لرو چې ستاسو د ورزشي فعالیتونو لپاره لا نورې اسانتیاوې برابرې کړو. ښاغلي مطمئن په مرکز او ولایتونو کې د والیبال اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: والیبال داسی لوبه ده چی ډېر خلک لېواله دي چې دغه سیالۍ له ولایتونو څخه تر کلیو پورې په لاره واچول شي
هغه د والیبال فدراسیون مشرتابه ته په خطاب کې وویل: تاسو باید زیاتې هڅې او زیار وباسئ، ترڅو دغه ډګر د نورو برخو په څېر ښې پایلې ولري، د بهرنیو سیالیو څخه لاسته راوړنې ولري.
د والیبال فدراسیون رئیس حاجي محمد ناصر نوري هم ژمنه وکړه چې په ټول هېواد کې به د والیبال د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي او د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د محترم رئیس تر لارښوونې لاندې به د لیګ سیالۍ په لاره واچوي.
د يادونې وړ ده، چې دغه جام له ١٢ کلونو راهيسې هر کال د هېواد د واليبال فدراسيون له خوا په لاره اچول کېږي، چې د کابل ولايت د لومړۍ برخی لوبډلې پکې برخه اخلي.
