د ټینس سیالۍ په هرات کې پیل شوې
په دې سيالیو کې د ځوانانو او لوړ عمر کټګوریو کې پنځوس ټینس لوبغاړي د دوه اونیو لپاره سیالي کوي.
د ټورنامنټ په لومړۍ ورځ ، وکیل احمد فقیري او احمد خالد حسیني ، د لوړ عمر د کټګوري څخه ، د کپ پرانیسته لوبه ترسره کړه.
په پایله کې ، لومړۍ سیټ د احمد خالد حسیني 7 د 6 په وړاندی وګټه او دویم او دریم سیټ د وکیل احمد فقیري لخوا 6 د 3 او 7 د 6 په وړاندی بریا شو
محمد داود امیري ، د دې سیالیو د ترسره کولو مسؤل ، څرګنده کړه چې دا لوبې د 1400 کال انتخابی سیالۍ لپاره د چمتوالي په موخه ترسره کیږی ټاکل شوي ده چې د حمل په میاشت کې ترسره شي.
دا سیالۍ به هره ورځ د مازدیګر 4 بجو څخه به د قدس سپورت لوبغالي کې تعقیب شي او دوه اونۍ به دوام وکړي.
