د غزني مرکز کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې مرتضی نوري خپل سیال نقیب الله ته د ۴/۰ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه، چې په پایله کې د مسوولینو د ارزونې وروسته شپږ ورزشکاران د غزني ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و.