ده یک ولسوالۍ لوبډلې د غزني ولایت نېزې وهنې سیالیو اتلولي خپله کړه

د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د پنځو ولسوالیو د ۳۶ اس ځغلونکو ترمنځ د ورزشکارانو د تشویق او محلي – دودیزو سیالیو د دوې په موخه د نېزې وهنې محلي سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د قره باغ، اندړو، مقر، ګیرو او ده یک ولسوالیو ورزشکارانو برخه لرله.
د یادو سیالیو په پایله کې د ده یک ولسوالۍ لوبډلې لومړی، مقر دویم او د ګیرو ولسوالۍ ورزشکارانو درېيم مقام تر لاسه کړ.
په پای کې غوره لوبډلو او ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.