په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۵
په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او کابل ولایتونو څخه ټولټال ۸۴ تنو ورزشکارانو ګډون کړی او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار او کابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ وشوه، چې پکې عزیز له کابل ولايت څخه خپل سيال تاج محمد د ننګرهار ولايت ورزشکار ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

دایکندي؛ خدير ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خدير ولسوالۍ د بالای ويير سيمې په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۲۵
Background image

زابل؛ میزانه ولسوالۍ کې د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په میزانه ولسوالۍ کې له زابل، کندهار او غزني څخه د ١٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د ورس ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز په کوه بابا ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ. . .

BACK TO NEWS