په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

org_admin
Tue, Feb 03 2026 3:35 PM
په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او کابل ولایتونو څخه ټولټال ۸۴ تنو ورزشکارانو ګډون کړی او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار او کابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ وشوه، چې پکې عزیز له کابل ولايت څخه خپل سيال تاج محمد د ننګرهار ولايت ورزشکار ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS