بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۲۳
بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د ورس ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز په کوه بابا ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ورس مقيم باميان په نوم د فوټسال خزاني سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ستاره های برتر ورس لوبډلې خپلې سيالې وحدت ورس لوبډلې ته د ۳/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د ورزش دودول او د ورس ولسوالۍ ځوانانو ته سالمه تفرېح برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۹
Background image

کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکزي حمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د ملرغي اف سي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۳۶
Background image

کندز کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۹۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

په یادو سیالیو کې څلور آخرلاقه اعلان. . .

BACK TO NEWS