دایکندي؛ خدير ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خدير ولسوالۍ د بالای ويير سيمې په ورزشي لوبغالي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خوبان مارقول لوبډلې خپلې سيالې ستارګان ګوميي لوبډلې ته د ۲/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو ترمنځ ورزشي او د يووالي روحيه پياوړي کول او استعدادونو ته وده ورکول و، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ.
