ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۳:۳۸
ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ۲۹ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د افغان اتلانو او تخنیکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه افغان اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه. تخنیکی لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلور ویکټو په زیان ۱۳۷ منډې وکړې او د ۶۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۱۵
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې پيرو ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې په خپله دويمه لوبه کې پيرو ته ۳ - صفر ماتې ورکړه.

افغان فوټسال ملي لوبډلې د دې سياليو خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر -. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډله په نړۍ‌وال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍ‌وال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر - صفر مساوي کړه.

دغه شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د افغانستان، برازیل، جاپان، پيرو، کپ ورده او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۹:۵
Background image

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي پیل شوه

د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي له یووې اوونۍ دمې وروسته د ابو مسلم فراه لوبډلې په بریا پیل شوه.

د دغو سیالیو د لسمې اوونۍ د پیل لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې. . .

BACK TO NEWS