د فوټسال ملي لوبډلې پيرو ته ماته ورکړه
د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍوال ټورنمنټ کې په خپله دويمه لوبه کې پيرو ته ۳ - صفر ماتې ورکړه.
افغان فوټسال ملي لوبډلې د دې سياليو خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر - صفر مساوي کړې وه.
دغه شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د افغانستان، برازیل، جاپان، پيرو، کپ ورده او اندونیزیا فوټسال ملې لوبډلي ګډون لري.
یاد ټورنمنټ د برازیل په کوربهتوب د پارانای ایالت سائو ژوزه دوس پینهایس ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ١٤مه پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.
