د فوټسال ملي لوبډله په نړۍوال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره مساوي کړه
د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال په شپږ اړخیز نړۍوال ټورنمنټ کې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره صفر - صفر مساوي کړه.
دغه شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د افغانستان، برازیل، جاپان، پيرو، کپ ورده او اندونیزیا فوټسال لوبډلي ګډون لري.
یاد ټورنمنټ د برازیل په کوربهتوب د پارانای ایالت سائو ژوزه دوس پینهایس ښار کې د روانې میلادي میاشتې پر ١٤مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.
