LatestShow all
غور؛ په پسابند ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولایت بدني روزنې او ورزش امریت او د دې ولايت د والیبال فدراسیون د استازولۍ په مرسته د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې په پسابند ولسوالۍ کې پیل شوې وې د عقابان. . .
په ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند فوټبال فدراسيون له لوري د ننګرهار، لغمان، ميدان وردګ،خوست، پکتيا او نورستان ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو د پيل. . .
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د دوو کلبونو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې، چې لومړی مقام پکې د استاد نادر کلب ورزشکارانو وګاټه.
فول رزم ورزشي برخې ته وده او ملي. . .
غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ ځوانانو د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ۲۰ ورځنۍ سیالۍ پیل کړې.
د سیالیو په پیل لوبه کې رسني او شاهین افغان. . .
ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال یو میاشتنی ټورنمېنټ پیل شو
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د شهید ډاکټر محمد یعقوب په نوم د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د یادو. . .
غزني؛ په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د حسن کلي ورزشي لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال ۱۵ ورځنۍ سیالۍ د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږۍ پیل شوې.
د سیالیو په پیل لوبه کې. . .
پکتیکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چلاک لوبډلې وګټلې
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کوتیخېلو سیمې د ځوانانو او د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له خوا د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چلاک لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
. . .بغلان؛ په پلخمري ښار کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت ورزشي آمریت په مرسته د وزلوبې سیالۍ، چې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د محمداجان ستانکزي په مالي مرسته په بالا دوری پلخمري ورزشي میدان کې دوه ورځې مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
. . .