ميدان وردگ؛ بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ په کوه بيرون دره کې د ۲۴ چاپندازانو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره چاپندازانو ټاکلو په موخه د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پای کې د بهسودو دويمې حصې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته ۱۲ غوره چاپندازان وټاکل شول.
