LatestShow all
په ننګرهار کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د یاد ولایت په مرکز کې د ننګرهار، کابل او کونړ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې. . .
کندز؛ په روستم جودو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او جودو فدراسیون له لوري د یاد ولایت په کچه د څلورو کلبونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د دوو کټګوریو ځوانانو او لویانو. . .
ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د کوټ ولسوالۍ په هندرانو لوبغالي کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د هندرانو ځوانانو او ډوانو. . .
هلمند؛ په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د شهید برهان الدین او شهید مصطفی په نوم د فوټبال سیالۍ، چې ۱۲ لوبډلو پکې ګډون کړی و او درې اوونۍ یې دوام وکړ، د سباوون هاشمي لوبډلې په بریا پای ته. . .
په کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او کورش فدراسیون له لوري د یاد ولایت په کچه د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ هره اوونۍ خلکو ته د سالمې تفرېح په. . .
په جوزجان کې د کونګفو دوولسم پړاو منتخبه سیالۍ پای ته ورسېدې
په جوزجان ولایت کې د کونګفو د دریو کلپونو د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو منتخبه سیالیو دوولسم پړا چې پرون پیل شوی و، پای ته ورسېد.
په دې سياليو کې ورزشکارانو د ځوانانو او لويانو په. . .
بامیان؛ د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
په بامیان ولایت کې د ووشو فدارسیون، ورزش امریت او اطلس لوبغالي په ګډه همکارۍ د پنځو ولایتونو د ۷۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو د ساندوانګ برخې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د افغان. . .
بغلان؛ توفیق لوبډلې د پلخمري ښار د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د والیبال فدراسیون او سپورت امریت په همغږۍ د ۱۶ لولډلو ترمنځ پیل شوې لومړی پړاو سیالۍ د توفیق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
دغه سیالۍ چې د روانې. . .
د تکواندو ملي فدارسیون له لوري په ننګرهار کې د تکواندو د برخې استادانو ته روزنیز سمینار پیل شول
د هېواد د تکواندو ملي فدراسیون لوري د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت تکواندو فدراسیون په غوښتنه، د ننګرهار ولایت د تکواندو د برخي ټولو استادانو ته د ډان اسنادو. . .
