دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۲:۱۵
دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې د تېږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې حیدر لومړی او علي مدد دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د دایکندي ولایت ورزشي امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

نيمروز؛ چخانسور ولسوالۍ کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د برادران نورزاد شرکت له لوري د ياد ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د ۲۰۰۰ متره مربع په ځمکه کې د ورزشي جمنازيوم د بنسټ ډبره کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۰
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۱۸
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS