کابل کې د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بدن ښکلا ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسېز جمنازیوم کې د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغانستان د فټنس او د بدن ښکلا ملي لوبډلې اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د فټنس او د بدن ښکلا په دوو برخو کې له ۲۱ ولایتونو د ۲۱۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.
د بدن ښکلا په برخه کې ورزشکارانو په ۱۰ وزني کټګوریو کې، چې له ۵۵ څخه تر ۱۰۰ کیلو ګرام پورې ګډون کړی وو او له هرې کټګورۍ پنځه ورزشکاران، چې ټول ۵۰ ورزشکاران کېږي د بدن ښکلا ملي لوبډلې ته وټاکل شوه.
په دغو سیالیو کې درې مېسټر ورزشکاران په درېیو برخو کې وپېژندل شوه، چې د وزن په سبک کې له هرات ولایت څخه عزت الله تر ۷۰ کیلوګرام وزن پورې، د دروند وزن په برخه کې له هرات ولایت څخه محمد ایوب عظیمي له ۷۵ کیلو ګرام څخه تر ۹۵ کیلو ګرام وزن پورې او د تجربه کارانو په سبک کې له بلخ ولایت څخه محمد رفیع د افغانستان د سږ کال مېسټر ورزشکاران وپېژندل شو.
همدارنګه د ولایتونو په کچه د کابل ولایت ورزشکارانو لومړی، د بلخ ولایت ورزشکارانو دویم او د هلمند او هرات ولایتونو ورزشکارانو درېیم مقام ترلاسه کړ.
دغه راز د فټنس سیالۍ هم د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سپورټ فزیک او اتلتیک فزیک او د قد په پنځو کټګوریو کې، له ۱۶۷ سانتي متر څخه تر ۱۸۲ سانتي متر پورې سیالۍ وکړې، چې په پایله کې پنځو ورزشکارانو د فټنس ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه.
د سیالیو په پای کې د کال مېسټر ورزشکارانو او له هرې کټګورۍ لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونګو ورزشکارانو ته کپ او مډالونه او د یادو کټګوریو څلورم او پنځم مقام ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو د پای په مراسمو ته د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، مالي او اداري رییس عبدالناصر هاشمي، د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون رییس باور هوتک او د یاد فدراسیون تجربه لرونکي مسوولین راغلي وو.
