LatestShow all
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست " اداري، فني او مسلکي، تفتیش" برخو ته د اخیستل شوې ازموینې پایلې په لاندې جدولونو کې کتلی شئ.
کوم کسان چې له نمرو قناعت نه لري،کولی شي تر راتلونکې شنبې ورځې پورې د پارچې د بیا کتلو غوښتنلیک زموږ د ریاست له بشري سرچینو امریت سره شریک کړي.
دایکندي؛ په پاتو ولسوالۍ کې د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ولسوالیو ورزشي مدیریت له لوري د پاتو ولسوالۍ له مختلفو ځایونو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ د یوې ورځې لپاره د یاد ولایت. . .
لغمان؛ قرغه يو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ د آغراباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت له خوا، د واليبال فدراسيون په لارښوونې او د عبدالرحيمزيو ځوانانو په مالي همکارۍ د ۱۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ، وړمه ورځ پای ته ورسېدې.
د. . .
په خوست کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د خوست ولايت مرکز اړوند ازادۍ مېنې په لوبغالي د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د حسيب او اصف لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه حسيب لوبډلې. . .
په بغلان ولایت کې ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ پېل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا او د وزلوبې فدراسيون. استازولۍ په همکارۍ او لارښوونې د ياد ولايت په مرکزي بغلاب "گرد آب" سيمه کې د کندز، تخار، سمنگان، او بغلان ولايتونو. . .
دایکندي؛ د پاتو ولسوالۍ په تمزان بازار کې د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د یاد ولایت ولسوالیو ورزشي مديریت له لوري د د پاتو ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ، د تیږې اچونې یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې. . .
ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ په کوټ ولسوالۍ کې د شلو لوبډلو تر منځ، د "خپلوک افغانستان" په نوم د واليبال سيالۍ وړمه ورځ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ. . .