کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۲۱:۱۱
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري په ایشان توپ سیمه کې د کلباد او امام صاحب ولسوالیو د ۶۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د ملي او دودیزو لوبو د ودې او ځوانانو ته د سالمې تفریح په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې ۳۰ تنو ورزش کارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د نویو ځوانانو او ځوانانو د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۵
Background image

په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۲
Background image

دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS