خوست؛ صديق جرار لوبډلې د مرحوم شېر جان په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله
د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري او د غني ځدراڼ په مالي لگښت د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "مرحوم شېر جان" په نوم د واليبال سيالۍ د صديق جرار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې صديق جرار لوبډلې خپلې سيالې منگلو منتخبې لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو درې ورځې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته پسونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
