LatestShow all
میدان وردګ؛ په مرکز کې د بوکسېنګ دویم پړاو منتخبه سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت په مرکز کې د بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د بوکسېنګ دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د ولایت په سطحه ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو او ډېر عمر لرونکو ترمنځ ترسره شوې.
د. . .
خوست؛ د تڼیو منتخبې لوبډلې د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالیو اتلولي وګټله
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي په چوکاټ کې د متون پترول پمپ مسؤولانو له لوري د ځوانانو یووالي په نوم د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په. . .
کابل کې د رسنیو جام په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ، په کابل کې د رسنیو جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او. . .
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږنېونې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته او د امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي کمېټې او کورش فدراسیون په همغږۍ د دې ولسوالۍ په شېرخان بندر کې د ٧٠ تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې ازادې. . .
پکتيکا؛ مرکز شرنه کې د غشو وېشتلو سيالۍ تر سره شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت پۀ مرکز شرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو تر منځ د غشو وېشتلو سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سيالۍ کې. . .
هلمند، په ګرمیسر ولسوالۍ کې د والیبال حذفي سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د شریف الله حبیبي په نوم د والیبال یو ورځنی ټورنمنټ چې اتو لوبډلو پکې ګډون کړی و، د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.
په یادو سیالیو کې اتحاد،. . .
زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د توپ ډنډې سيالۍ تر سره شوه
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ چينو سېمه کې، د لوړو چينو او کښته چينو کليو ځوانانو تر منځ د توپ ډنډې. . .
بامیان؛ ملا غلام مرکز ښارګوټي کې د رسۍ کش کولو او تېږې اچونې سیالې ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ملا غلام مرکز ښار ګوټي کې د رسۍ کش کولو ۱۵ لوبډلو او د تېږې اچونې ۲۰ لوبغاړو ترمنځ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د سیالیو په پایلوبه کې. . .
بغلان؛ پلخمري ولسوالۍ کې د ټېنس بال کرېکټ سیالۍ د بالادوري اکاخېلو په بریا پای ته ورسېدې
د بغلان ولایت مرکز پلخمري ولسوالۍ اړوند حسین خېلو لېسه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېنس بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ چې ۱۶ ورځې مخکې پیل شوې وې، پایلوبه یې د افغان ټایګر او. . .