خوست؛ صبريو يعقوبو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵۵
خوست؛ صبريو يعقوبو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د صبريو يعقوبو ولسوالۍ اړوند زمبر سيمه کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو پليزه لوبه د عليشېرو للمۍ ټايگر او نورالقلم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه عليشېر للمۍ ټايگر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۵ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۶۹ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې نورالقلم لوبډلې ياد هدف په ۵م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۶ ویکټو په توپیر وگټله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS