کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د کلباد ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همکارۍ د ۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د الچينو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه کې الچينو لوبډلې خپلې سيالې گل تپې لوبډلې ته د ۴ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
