LatestShow all
ننګرهار؛ د بهسودو ولسوالۍ د ټيپ بال سياليو چمپينز ټراپي مبارز ځوانانو لوبډلې وګټله
د ننګرهار ولايت د ورزش رياست په همکارۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري د ځوانانو د تشویق او له نشه يي توکو څخه د راګرځولو په موخه، د بهسودو ولسوالۍ په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال. . .
زابل؛ په شينکۍ ولسوالۍ کې د محلي غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ په شنکۍ ولسوالۍ کې د محلي غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د ګرديانو او اشرف خېلو کليو د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ تر سره شوې او دوه. . .
٢٥ ورزشکارانو د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې غړيتوب ترلاسه کړ
د بايسکل ځغلونې ملي لوبډلې د غوراوي سیالۍ چې دوې ورځې وړاندې د لسو ولايتونو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د کابل خوست لويي لارې ترمنځ پيل شوې وې پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د کابل، غزني،. . .
عقاب لوبډلې د جوزجان د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د ۱۲ کلیوالي لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوه اوونۍ وړاندې په سیمرغ البرز په لوبغالي کې پیل شوې وې، د عقاب لوبډلې په اتلولۍ سره پای. . .
هلمند؛ د ګرشک ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي پښتون کرکټ لوبډلې خپله کړه
د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د پښتون کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته ګرشک. . .
کابل؛ د شپږ ولایتونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ د پروان لوبډلې وګټلې
د کابل ولايت په کوربتوب د شپږو ولايتونو لغمان، پروان، ميدان وردګ، باميان، کندهار او کابل "ب" لوبډلو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ د پروان ولايت د لوبډلې په ګټلو پاى ته ورسېدې.
د دغو. . .
کونړ، د مرکزي او پشد لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سيالي ترسره شوه
د کونړ ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د فوټبال فدراسیون د سیمهییزې استازولۍ له لوري د مرکزي او سرکاڼو ولسوالۍ د پشد لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سيالي ترسره شوه.
په دې لوبه کې د پشد. . .
پکتیکا؛ په سروبي ولسوالۍ کې د نشهیي توکو پر ضد د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د سروبي ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز او ولسواليو د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
دغه سیالۍ چې لس ورځې به. . .
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او امام صاحب ولسوالۍ د ورزشي مسوولينو له لوري د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ په ۱۰ کيلو متره. . .
