ننګرهار؛ د بهسودو ولسوالۍ د ټيپ بال سياليو چمپينز ټراپي مبارز ځوانانو لوبډلې وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۲۵
ننګرهار؛ د بهسودو ولسوالۍ د ټيپ بال سياليو چمپينز ټراپي مبارز ځوانانو لوبډلې وګټله

د ننګرهار ولايت د ورزش رياست په همکارۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري د ځوانانو د تشویق او له نشه يي توکو څخه د راګرځولو په موخه، د بهسودو ولسوالۍ په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ، چې دوه ورځې وړاندې پيل شوې وې، د مبارز ځوانانو لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو فاينل ته د مبارز ځوانانو خوځښت او بهسود سوپر پاور لوبډلو لار وموندله، چې د بهسود سوپر پاور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اته اورونو کې يې ٦٨ منډې وکړې.

په مقابل کې د مبارز ځوانانو لوبډلې وکړل شوى هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره د لوبې په اووم اور کې پوره کړي او لوبه يې وګټله.

ابرار الله د دې سياليو د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه چي په پنځو لوبو کې يې د خپلې لوبډلې لپاره ١٩٣ منډي وکړې.

په پاى کې د ننګرهار ورزش ریاست له لوري ګټونکي لوبډلې ته کپونه هم ورکړل شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS